کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند د پاکستان درې پوځیان وژلي

29 میزان 1398 ساعت 15:14

پاکستان او هند دواړو پر یوه بل له اوربند د سرغړوني تورونه لګولي او پر کنټرول کرښه دواړو غاړو ته په بریدونو کي د دریو پوځيانو په ګډون شپږ تنه وژل سوي او يو شمېر نور ژوبل سوي دي.


دا په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کي پر کنټرول کرښه تر ټولو خونړۍ نښته ده.
پاکستان ادعاء کوي، چي هندي ځواکونو تېره شپه په نیلم سیمه کي د دوی غاړي ته پر ولسي کورونو ډزي کړي دي او د یوه پوځي سرتېري په ګډون يې څلور ولسي وګړي وژلي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور وايي، دوی د دغه برید په ځواب کي بیا پر هندي ځواکونو برید کړی او د نهه هندي پوځيانو د وژلو ادعا يې هم کړې.
بل پلو رويټرز خبري اژانس د هندي پوځ د ویاند ډګروال راجېش کالیا له خولې وايي، پاکستان له اوربنده سرغړونه کړې او د دوی دوه پوځیان او یو ولسي وګړی یې وژلي، چي بیا دوی ځوابي برید کړی دی.


د مطلب کود: 193658

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193658/هند-د-پاکستان-درې-پوځیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com