دا په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کي پر کنټرول کرښه تر ټولو خونړۍ نښته ده.
پاکستان ادعاء کوي، چي هندي ځواکونو تېره شپه په نیلم سیمه کي د دوی غاړي ته پر ولسي کورونو ډزي کړي دي او د یوه پوځي سرتېري په ګډون يې څلور ولسي وګړي وژلي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور وايي، دوی د دغه برید په ځواب کي بیا پر هندي ځواکونو برید کړی او د نهه هندي پوځيانو د وژلو ادعا يې هم کړې.
بل پلو رويټرز خبري اژانس د هندي پوځ د ویاند ډګروال راجېش کالیا له خولې وايي، پاکستان له اوربنده سرغړونه کړې او د دوی دوه پوځیان او یو ولسي وګړی یې وژلي، چي بیا دوی ځوابي برید کړی دی.