جمال ناصر بارکزي نن دو شنبه (تلي ۲۹) په کندهار کي رسنیو ته وویل چي ملي پولیسو دغه پنځه کسان د غلچکي بریدونو او د ۷ تنو دولتي کسانو د وژني په تور نیولي دي. نوموړی زیاته کړه چي له دغو کسانو سره يې ۲ میله تفنګچې هم نیولي دي.له نیول سویو کسانو یوه تن اوربند اوونیزي ته وویل چي د ملي امنیت درې تنه يې وژلي او په وینا يې، د دغه کار له پاره د جاويد په نوم یوه ملګري د دوه زره افغانیو سره دوه ملیه تفنګچې هم ورکړي دي.
د یادولو وړ ده چي تر دې مخکي هم د کندهار امنيې قومندانۍ د ترهګریزو بریدونو په تور مختلفي ډلي نيولي دي.