کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار؛ پولیسو د ترهګرۍ په تور ۵ کسیزه ډله نیولې ده

29 میزان 1398 ساعت 15:48

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند وايي چي په ښار او شاوخوا ولسوالیو کي يې د کشفي راپورونو پر اساس د ترهګرۍ په تور پنځه کسیزه ډله نيولې ده.


جمال ناصر بارکزي نن دو شنبه (تلي ۲۹) په کندهار کي رسنیو ته وویل چي ملي پولیسو دغه پنځه کسان د غلچکي بریدونو او د ۷ تنو دولتي کسانو د وژني په تور نیولي دي. نوموړی زیاته کړه چي له دغو کسانو سره يې ۲ میله تفنګچې هم نیولي دي.له نیول سویو کسانو یوه تن اوربند اوونیزي ته وویل چي د ملي امنیت درې تنه يې وژلي او په وینا يې، د دغه کار له پاره د جاويد په نوم یوه ملګري د دوه زره افغانیو سره دوه ملیه تفنګچې هم ورکړي دي.
د یادولو وړ ده چي تر دې مخکي هم د کندهار امنيې قومندانۍ د ترهګریزو بریدونو په تور مختلفي ډلي نيولي دي.


د مطلب کود: 193659

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193659/کندهار-پولیسو-د-ترهګرۍ-په-تور-۵-کسیزه-ډله-نیولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com