د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار او سمنګان ولایتونو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې پنځه تنه د څه باندې ۱۷۲ کیلو ګرامه نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې پولیسو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ او د جلال اباد ښار د څلورمې او پنځمې ناحیو په اړوند سیمو کې څلور تنه له ۱۷۲ کیلو ګرامه چرسو، د چرسو له ۱۵۰ پوړیو، یو شمېر هیرویینو او دوه میله تفنګچو سره یو ځای نیولي دي.
همداراز د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې هم یو کس چې یو شمېر تریاک یې په خپلو بوټونو کې ځای پر ځای کړي وو، د پولیسو لخوا نیول شوی دی.ش