دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 193668
افغان حکومت د ټاپي د مسیر ساتلو ۷۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه جوړه کړه
 د افغان حکومت د ځانګړو ځواکونو یوې قطعې د ټاپي د ګازو پایپلاین د مسیر د خوندي کولو لپاره عملیات پیل کړل.
 د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د پایپلاین کار چې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې یې د افغانستان په خاوره کار پیل شوی و، ځینو سیمو کې د ناامنیو له کبله یې لا له صفر څخه پرمختګ نه دی کړی.
 اوس د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، نوې تشکیل شوې قطعه به د نیمروز له دلارام څخه د کندهار تر میوند ولسوالۍ او د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ګازو د پایپلاین تېرولو لپاره زمینه سازي وکړي.
 د افغان چارواکو له قوله د ټاپي د ګازو نللیکه له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار څخه پاکستان ته تېرېږي چې د دغه مسیر د امنیت د خوندیتوب لپاره دوه میاشتې وړاندې یوه ۷۰۰ کسیزه قطعه جوړه او څو ورځې وړاندې یې په کار پيل وکړ: (( لا هم پر ټاپي پروژه کار نه دی پیل شوی، زموږ دا قطعه کوشش کوي ژر تر ژره امنیت خوندي کړي او د کار اسانتیا برابره کړي او په هلمند کې یو ژور امنیتي بدلون راولي.))
 د ټاپي پروژه په ۲۰۱۶ کال کې پرانیستل شوه، اوس ترکمنستان وايي، په خپله خاوره کې یې د دغې پروژې کارونه پای ته رسولي دي، مګر په افغانستان کې لا هم د امنیتي ستونزو له کبله پر دغه پروژه کار نه دی پيل شوی.
همدا راز پاکستان هم له دغې پروژې څخه د ځان ایستلو هڅه کړې ده، خو شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ترکمنستان یو پلاوی پاکستان ته ولاړ تر څو پاکستاني چارواکي بیرته په دغه پروژه کې ونډې اخیستلو ته وهڅوي او قناعت ورکړي.
 که دا پروژه بشپړه شي، افغانستان به د کال ۳۰۰ میلیونه متر مکعب ګاز او نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید یا حق العبور له ټاپي نللیکې څخه ترلاسه کوي.
https://avapress.com/vdciqpazvt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته