دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 193669
په ارزګان کې ۲۰ تنه سرتیري شهیدان شوي دی
د افغانستان د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په نښته کې لږ تر لږه شلو تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ارزګان  د امنیې قومندانۍ ویاند  خطاب  خنجر  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  طالبانو په ګیزاب  ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو  د برید نه وروسته  نښته پیل شوه.
په تیرو ۴۸ ساعتونو کې  په ترسره شوو نښتو کې  شلو تنو امنیتي ځواکونو  ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ تنه  طالب اورپکي  وژل شوي دي . په عملیاتو کې ۲۲ تنه طالبان ټپیان شوي دي.
طالبانو بیا  په ګیزاب ولسوالۍ  د بریدونو سره  د یو زیات شمیر امنیتي پوستو د نیولو ادعا کړې ده .
https://avapress.com/vdcjmtevhuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته