د ملي دفاع وزارتوايي، بغلان لپاره د طالبانو نومولی مرستیال والي او د سمنګان روی دواب لپاره یې د طالبانو ولسوال وژلی دی.
دفاع وزارت وایي، تېره شپه یې ځانګړو ځواکونو په ډنډ غوري کې د عملیاتو پر مهال بغلان لپاره د طالبانو مرستیال والي قاري بختیار او د سمنګان روی دواب لپاره د طالبانو ولسوالۍ مولوي شمشاد وژلی دی.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې لسګونه نور طالب جنګیالي هم وژل شوي او د ډنډغوري اته کلي یې له وسله والو څخه پاک کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د موټرو یو ورکشاپ، د ماین جوړونې یوه فابریکه، ۱ هایلکس موټر تخریب او ۳۰ ماینونه کشف و خنثی شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو له څو ورځو راهیسې په بغلان کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.