دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۰
د مطلب کود : 193677
ټاکنو کمیسیون معلوماتو ثبت مرکز باندی د امنیتی ځواکونو تهاجم
ثبات او همپالنې ټیم مسئولین د داکتر عبدالله عبدالله په رهبری ادعا لری چی امنیتی ځواکونه تیره شپه ټاکنو کمیسیون معلوماتو ثبت مرکز باندی تهاجم کړی دی. هغوی ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوری ددی قضیه څیړلو غوښتونکې شوی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ـ کابل: علی احمد عثمانی د ثبات او همپالنې دسته رئیس نن دوشنبه میزان ۲۹ نیټه غرمی نه وروسته په یو خبری کنفرانس کې وویل: تیره شپه امنیتی خاص قطعاتو ځواکونه ټاکنو خپلواک کمیسیون دیجیتال سنتر باندی برید کړی دی.
ښاغلی عثمانی زیاته کړه: کمیسیون معلوماتو مرکزی سرور باندی برید افغانستان خلګو او ټاکنو کمیسیون حیثیت باندی برید بولو. د هغه په وینا، موږ خپل لیدلی حال د تیری شپی څخه ټاکنو کمیسوین رهبری سره شریک کړی دی او ددی موضوع څيړلو غوښتونکې یو.
هغه زیاته کړه چی موږ ددی برید ټولو اړخونو روشانه کولو غوښتونکې یو چی ولی د دیجیتال سنتر باندی برید شوی دی، د څه لپاره؟ آیا هغوی خپل مقصد ته رسیدلی دی؟ دا هغه پوښتنې دی چی ترڅو ځواب ورنه کړل شی د رایو شمیرلو اجازه نه ورکوو.
هغه اشاره وکړ: په دی ورځو کې کمیسیونونه نظامی روحیه ځانته نیولی دی.
هغه دلیل چی مسئولین دیجیتال سنتر ته د امنیتی ځواکونو ننوتلو لپاره موږ ته ارایه کړی دی، د قبول وړ نه دی.
ښاغلی عثمانی زیاته کړه: امنیتی مسئولین، د هوا سړه والی معلوماتو ثبت مرکز ته ننوتلو دلیل ارایه کړی دی.
هغه وویل: امنیتی ځواکونو برید ټاکنو خپلواک کمیسیون معلوماتو ثبت مرکز باندی ددی کمیسیون عمومی منشی هماهنګی نه بغیر او داخله وزارت امنیتی ارشد معین هدایت نه بغیر ناممکن دی.
ښاغلی عثمانی د دولت ساز ټیم ددی قضیه عامل بللی دی او ویلی دی: هغه ټیم چی د ټاکنو بایللو په حال کې دی او ټاکنو بحرانی کولو او تخریب په لټه دی خو موږ به نور تقلب نه ډک حکومت جوړیدو اجازه ورنه کړو.
 
https://avapress.com/vdciypazyt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته