دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۵۵
د مطلب کود : 193683
د مجلس یو غړۍ د پارلمان لپاره د ۲۰ دالرو یو سپي رانیولو غوښتونکی شوه
د نمایندګانو مجلس یو تن غړۍ ددی مجلس اداری هیات څخه وغوښتله چی د پارلمان او وکیلانو نور امنیت ساتلو لپاره یو سپۍ چی د هغی په وینا ۲۰ زره دالره قیمت لری، رانیول شی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری، کابل: شینکی کروخیل، د کابل خلګو نماینده نن ورځې مجلس ناسته کې پارلمان دهلیزونو کې د وکیلانو کارکوونکو او میلمنو راتلو او ګشت او ګذار څخه نیوکه وکړه.
آغلۍ کروخیل د وکیلانو څخه وغوښته ترڅو دا کسان مجلس ته دننه رانه وړی ځکه د هغه په وینا، امکان لری ددی کسانو له لاری، چاودیدونکې توکې ولیږدول شی او یو چاودنه ترسره شی. هغه زیاته کړه چی پاکستان هیڅ وخت نه غواړی پارلمان ساختمان چی د هندیانو له لوری جوړ شوی دی، سلامت پاته شی.
په دی حال کې هغی د مجلس اداری هیات څخه داسی غوښتنه وکړه: پولیس یو سپی چی چاودیدونکې توکی تشخیصوی نږدی ۱۸ څخه تر ۲۰ زره دالره پوری قیمت لری. تر هغه ځایه چی زه خبر لرم دا پیسی و پارلمان ته نه ورکول کیږی.
هغی وویل: باید دا سپی رانیول شوی وای او راوړل شوی وای.
https://avapress.com/vdcfcmdymw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته