دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 193693
د ارزګان ګیزاب ولسوالي د سقوط له خطر سره مخ ده
په تېرو څو ورځو کې د جګړي پرمهال په دغه ولسوالۍ کې تر ۳۰ پورې امنيتي سرتيري وژل شوي، ټپیان او لادرکه شوي دي ( په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی)
د ارزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.په ياده ولسوالۍ کې تردا مهاله زياتې سيمي وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو څخه نيولې دي.
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي د دغې ولسوالۍ پر امنيتي وضيعت اندېښمن دي او زياتوي چې هلته د جګړې له کبله لسګونه امنيتي سرتيري وژل شوي دي.
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی حاجي قدرت الله رحيمي وايي، له تېرو څو ورځو د جګړې پرمهال په دغه ولسوالۍ کې تر ۳۰ پورې امنيتي سرتيري وژل شوي، ټپیان او لادرکه شوي دي. هغه وايي هلته کومانډو ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو کره معلومات يې نه لري.
بلخوا سرچینې وايي، په ولسوالۍ کې دامهال امنيتي وضيعت د اندېښنې وړ دی او که مرسته ونه رسېږي، ياده ولسوالي به سقوط شي.
https://avapress.com/vdcgyw9qwak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته