دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 193694
پخوانی ولسمشر حامد کرزی:د امریکا او داعش تر منځ فرق نه شته
داعش په شینوارو کې عام خلک ووژل او بې عزته یې کړل خو حکومت د هغوی ممانعت ونه کړ، کله چې خلک پخپله د داعش د مقابلې لپاره راووتل امریکایانو پرې هوايي بریدونه وکړل
په اوسني شکل په افغانستان کې د امریکا حضور د افغانستان په تاوان دی، نیمه خاوره د طالبانو په لاس کې ده
کابل – پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې په جومات کې چاودنه غندلې ده.
پخواني ولسمشر له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې څو کاله مخکې د داعشیانو د شینوارو خلک ووژل، بې عزته یې کړل او له کورونو یې وشړل خو حکومت هېڅ اقدام ونه کړ. د نوموړي په خبره، کله چې د سیمې خلک د داعش پر خلاف راټول شول، امریکا پرې هوايي بریدونه وکړل او ویې وژل.
حامد کرزی وايي چې پر نوموړي د امریکا او داعش ترمنځ توپیر نه شته، ځکه د نوموړي په خبره، امریکایانو داعش ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشي. پخوانی ولسمشر وايي چې امریکا له داعش سره د مبارزې په نامه په ننګرهار کې د بمونو مور استعمال کړه خو داعش لا هم پیاوړی شو.
پخوانی ولسمشر همداراز ټینګار کوي چې په اوسني شکل په افغانستان کې د امریکا حضور د افغانستان په ګټه نه دی. کرزي همداراز په دغه مرکه کې ویلي چې د افغانستان نیمایي خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې نږدې ۸۰ کسان ووژل او ۶۰ کسان یې ټپيان کړل.
https://avapress.com/vdchwxnzk23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته