کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بغلان مدني فعالان:

نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره کار وکړي

30 میزان 1398 ساعت 10:49

عام افغانان له تېرو څو کلونو راهيسې سوله غواړي، خو ښکېلې خواوې د سولې راتلو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري



 د بغلان مدني فعالانو په هېواد کې د وروستیو خونړیو پېښو د غندنې ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتوالي د اندېښنو پرځای دې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وکړي.
د بغلان مدني فعالانو پرون د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د يوه  مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له حکومت او طالبانو په ټینګه وغوښتل چې د جګړې پرمهال د ملکي خلکو ژوند ته اړينه پاملرنه وکړي.
په دغه غونډه کې مدني فعال شاه زمان زماني وویل چې د ننګرهار وروستۍ خونړۍ پېښه نه هېرېدونکې ده، خو که په دغه برخه کې جدي اقدام ونه شي ورته نورې پېښې به هم رامنځته شي.
د نوموړې په وينا، عام افغان له تېرو څو کلونو راهيسې سوله غواړي، خو ښکېلې خواوې د سولې راتلو لپاره هېڅ لېواله نه دي.
دغه راز بل مدني فعال عثمان شېرزوی وویل چې په وروستيو کلونو کې د جګړې د ښکېلو لورو د بې غورې له امله ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي دي.ده وويل چې نړيوال بايد پر حکومت او طالبانو فشارونه ډېر کړي، ترڅو په هېواد کې د سولې د راتلو لپاره اقدام وکړي.
په دغه غونډه کې يو شمېر نورو مدني فعالانو هم ورته څرګندونې وکړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې د خواشينۍ پرځاى دې په دغه هېواد کې د سولې د راتلو لپاره اړينې هلې ځلې وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، سږکال تر اوسه په هېواد کې ٦٤٨٧ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د مطلب کود: 193696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193696/نړیواله-ټولنه-دې-په-افغانستان-کې-د-جګړې-پای-ته-رسولو-لپاره-کار-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com