دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 193698
سي ان ان:عربستان له امریکا څخه اخیستل شوې وسلې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ورکوي
د سي ان ان تلویزیون د راپور له مخې، سعودي عربستان له امریکا سره د شویو هوکړو پر خلاف له دغه هېواده اخیستل شوې وسلې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ورکوي.
سي ان ان راپور ورکړی چې سعودي او د یاد هېواد نور شریکان د امریکا ساخت وسلې، په یمن کې له القاعده ډلې سره تړلو ترهګرو ته لېږدولې دي.
د راپور له مخې، دا امریکایي وسلې ځینې وختونه په یمن کې د حوثي یاغیانو لاسونو ته هم ورغلې دي.
د راپور تر خپرېدو وروسته د امریکا یو دفاعي چارواکي هم د دې خبر پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي. سعودي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcb9fb8wrhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته