دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 193699
دفاع وزارت د بغلان په عملیاتو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی
د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي په بغلان کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د مهمو مشرانو په ګډون د دې ډلې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبره کوي.
دغه عملیات له شپږو ورځو راهیسې د دغه ولایت په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي سیمو پیل شوي دي.
د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان د دغو عملیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل: “تراوسه پورې ډیرې سیمې په ډنډغوري، ډنډ شهاب الدین او کیله ګي کې پاکې شوي دي. لسګونه طالبان د هغوی د مهمو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.”
د ښاغلي امان په وینا دغه عملیات به په بغلان کې ترهغه دوام وکړي چې دا ولایت بشپړ له طالبانو تصفیه شي.
دفاع وزارت بیا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو عملیاتو په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قومندانان، د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال والي قاري بختیار او د سمنګان د روی دو آب لپاره د دې ډلې نومول شوی ولسوال مولوی شمشاد هم شامل دي.
https://avapress.com/vdcco1qso2bqoe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته