کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو دفاع وزیران به یوه ورځ پر افغانستان بحثونه وکړي

30 میزان 1398 ساعت 12:05


د ټاکل شوې چې بروکسل سبا چهار شنبه او پنجشنبه د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې کوربه وي چې په دویمه ورځ به یې د افغانستان په اړه مهم بحثونه وشي.
د امریکا د دفاع وزیر له کابل څخه د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته روان شوی او وايي، دا ځل به په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور له ناټو سازمان غړو سره وارزوي.
مالک اېسپر چې له ولسمشر غني، د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر معسود اندرابي او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له قومندان سکاټ مېلر سره جلا لیدنې درلودې، تېره شپه بروکسل ته له روانېدو وړاندې وویل، د سترګولیدلی حال به د ناټو غړو ته هم وړاندې کړي: (( زه به د سترګو لیدلی حال وایم، تمه لرم چې شریکان به مو په افغانستان کې د دوامداره ملاتړ اعلان وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم بروکسل ته رسېدلی او د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وړاندې یې د ناټو له سرمنشي یانس سټولټنبرګ سره لیدنه کړې ده.
ښاغلي برګ له دغې لیدنې وروسته په خپل ټویتر لیکلي چې ناټو د افغانستان ملاتړ او د سولې شرایطو برابرولو ته ژمنه ده.


د مطلب کود: 193701

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193701/د-ناټو-دفاع-وزیران-یوه-ورځ-پر-افغانستان-بحثونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com