دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 193709
روسیې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي
روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.
روسي رسنۍ وايي چې په دې نظامي تمریناتو کې شپږو هېوادونو برخه اخیستې ده او د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په خاوره کې ترسره کېږي.
روسیې دغه تمریناتو ته (د ۲۰۱۹ کال نه ماتېدونکي وروري) نوم ورکړی دی.
د روسیې په مشرۍ په دې تمریناتو کې تاجکستان، بلاروس، ارمانیا، قزاقستان، قرغزستان او روسیې برخه اخیستې ده.
روسیه وایي ددې تمریناتو موخه د هغو تهدیداتو پر وړاندې تیاری ښودل دي چې د نړیوالې ترهګرۍ له لوري مرکزي اسیا او روسیې ته متوجه دي.
روسي چارواکي وايي چې دا تر ټولو ستر نظامي تمرینات دي او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.
https://avapress.com/vdce7x8zojh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته