کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي

30 میزان 1398 ساعت 12:11


روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.
روسي رسنۍ وايي چې په دې نظامي تمریناتو کې شپږو هېوادونو برخه اخیستې ده او د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په خاوره کې ترسره کېږي.
روسیې دغه تمریناتو ته (د ۲۰۱۹ کال نه ماتېدونکي وروري) نوم ورکړی دی.
د روسیې په مشرۍ په دې تمریناتو کې تاجکستان، بلاروس، ارمانیا، قزاقستان، قرغزستان او روسیې برخه اخیستې ده.
روسیه وایي ددې تمریناتو موخه د هغو تهدیداتو پر وړاندې تیاری ښودل دي چې د نړیوالې ترهګرۍ له لوري مرکزي اسیا او روسیې ته متوجه دي.
روسي چارواکي وايي چې دا تر ټولو ستر نظامي تمرینات دي او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.


د مطلب کود: 193709

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193709/روسیې-د-افغانستان-پولې-ته-نږدې-پراخ-نظامي-تمرینات-پیل-کړي

آوا
  https://www.avapress.com