کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ :

د سوریې نه خپل ټول ځواکونه وباسو.

30 میزان 1398 ساعت 12:27


د امریکا متحده ایالتونو ډونلډ ټرمپ‌ ویلي‌ دي‌ چې  په ترکیه کې د سوریې سره په پوله کې  یو زیات شمیر ترکانو ژوند د لاسه ورکړی دی. مونږ دواړو خواوو ته  بیا  کتنه وکړو.
ټرمپ‌ دا څرګندونې د وزیرانو د شورا غونډې نه مخکې  خبريالانو ته وکړې. هغه دلته  د سوریې د شمال ختیځ په اړه د ترکیې او امریکا  ترمنځه شوي‌ توافق ته په اشارې سره وویل چې  تر اوسه پورې  خو منفي‌ خبر ندی  ترلاسه شوی دی. هر څه ډیر ښه پر مخ  روان  دي.
ښه خبرونه  ترلاسه کیږي. اوربند  دوام لري. لکه څرنګه چې ټول پوهیږي‌ په ترکیه کې د سوریې سره په پولو کې  په نښتو کې  یو زیات شمیر ترکانو ژوند د لاسه ورکړی دی. مونږ  باید دواړو خواوو ته  نظر وکړو.
ټرمپ‌ د سوریې په اړه د امریکا  د پخواني‌ ولسمشر باراک اوباما  پر سیاستونو  د ډیرې  سختې  نیوکې سره وویل ( د اوباما په دوره کې  داعش  په هره سیمه کې وو. هغوې  ما ونیول. ستاسې او یا د جعلي‌ عالمانو نه  په ډیر څه پوهیږم. )
هغه  د پ ک ک ترهګرې ډلې او څانګو ته يي په اشارې سره وویل  « مونږ  د ۴۰۰ کلونو لپاره  کوردنو نه د ملاتړ  ضمانت ندی کړی » د سوریې  په شمال کې د بعضو  کوچینو  پيښو او نښتو د راپیښیدو سره سره  خو  کومه لویه ستونزه  شتون نلري. هر څه ډیر ښه پر مخ روان  دي. کوردن  د امن سیمې نه وځي‌ د هغوې  لپاره  د امن سیمې  پر شا شوي‌ دي. د امن سیمه  یو ډیر  ښه  شی  دی.
ټرمپ‌ ویلي‌ دي‌ چې د سوریې نه د امریکايي  ځواکونو د وتو بهیر  دوام لري. ددې سره سره به په سیمه کې  د داعشیانو څارولو تعقیب ته هم  دوام ورکړو.
ټرمپ‌ ددې پوښتنې په ځواب کې چې  آیا  په سوریه کې  د یو اندازه  سرتیرو د پریښودو  هوډ لري‌ او که نه  داسې وویل ، زما  په اند  د سرتیرو پریښود  لازمه خبره نده. نه غواړم چې په سوریه کې  سرتیري‌ پاتې کړم ځکه چې  هغه یوه ډیره  خطرناکه خاوره ده. 


د مطلب کود: 193710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193710/د-سوریې-نه-خپل-ټول-ځواکونه-وباسو

آوا
  https://www.avapress.com