کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خلیلزاد تازه سفر ته د ارګ غبرګون: سوله به هغه وخت سوله شي چې د افغانانو په رهبرۍ وي

30 میزان 1398 ساعت 16:27


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، روسیې، بروکسل او پاریس ته د ولسمشر غني د سفر په غبرګون ویلي، افغانستان هغه وخت سلې ته رسېدلی ي چې دا پروسه د افغاناو لخوا رهبري شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانان د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي دي او افغان حکومت د خپلو خلکو غوښتنې ته ژمن دی.
 صدیق صدیقي زیاته کړې، ولسمشر غني تل سولې ته لومړیتوب ورکړی او افغان حکومت هم دغه لومړیتوب ته د رسېدو برخه کې په پوره ژمنتیا کار کوي.
 خو نوموړي ټینګار کړی چې افغانسستان هغه وخت باعزته او تلپاتې سولې ته رسېدلی شي چې دا پروسه د افغان دولت په رهبرۍ مخته یوړل شي.
 دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکراتو له یو نیم میاشتني ځنډ وروسته زلمی خلیلزاد یو ځل بیا له واشنګټن څخه سیمې ته د سولې د خبرو بیا پیلولو په برخه کې سلا مشورو ته راوتلی دی.
خلیلزاد تېره ورځ ناوخته د ناټو له سرمنشي سره کتلي، خو د اروپايي ټولنې ، ملګرو ملتونو ، د روسیې او چین له استازو سره به تر دې وروسته ویني.


د مطلب کود: 193728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193728/د-خلیلزاد-تازه-سفر-ته-ارګ-غبرګون-سوله-هغه-وخت-شي-چې-افغانانو-په-رهبرۍ-وي

آوا
  https://www.avapress.com