دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 193729
ننګرهار: د داعش یو لوړ پوړی غړی افغان ځواکونو ته تسلیم شوی
په ننګرهار کې د داعش ډلې یو لوړپوړي چارواکي ځان افغان ځواکونو ته تسلیم کړی دی.
د ملي امنیت له لوري تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي فریدون چې په نعمان باجوړي مشهور و، په کوټ ولسوالۍ کې یې ځان افغان ځواکونو ته سپارلی دی.
خبرپاڼه وايي، ښاغلی نعمان باجوړی په ننګرهار کې د داعش ډلې روزونکی و چې د کابل له قره باغ ولسوالۍ څخه ننګرهار ته تللی او له داعش سره یو ځای شوی و.
ملي امنیت وايي، فریدون یوه تفنګچه او دوه لاسي بمونه هم افغان ځواکونو ته ورکړي دي.
خو داعش ډلې به د خپل دغه مسوول چارواکي د تسلیمۍ په اړه لا څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcgxw9qyak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته