دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 193736
غزنی کې ۹ تنه طالبان په زهر خوړلو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ
آوا خبرګزاری، غنی: غزنی سیمه ییز چارواکې وایی چی ۹ تنه طالبان اندر ولسوالی کې د زهر په خوړلو سره مسموم او وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند نن سه شنبه(۳۰ میزان) غرمی نه مخکې د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې وویل چی تیره شپه ۹ طالب وسله وال د اندر په ولسوالی کې زهر خوړلو سره مسموم او وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوری په دی اړه چی چا دا طالبانو ته زهر ورکړی دی کوم معلومات ارایه نه کړ.
طالبان هم تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
یادولو وړ دی چی مخکې هم داسی ریپورتونه خپاره شوی وو چی طالبانو نفوذی کسان د امنیتی ځواکونو مسمومولو او هغوی ته زهر ورکولو کې لاس لری؛ خو دا لومړۍ ځل دی چی طالبانو څو تنه غړۍ د زهر له امله مسموم شوی او ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcexx8zpjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته