دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۰
د مطلب کود : 193737
پاکستانی ملیشه ګان د طالبانو سره یوځای کندهار کې سرحدی ځواکونو باندی بریدونه کړي
آوا خبرګزاری، کندهار: کندهار سیمه ییز چارواکې د هیواد په جنوب کې خبر ورکوی چی پاکستانی نظامیان او طالبانو یوځای ددی ولایت سپین بولدک ولسوالی کې افغان امنیتی ځواکونو مرزی پوستو باندی برید کړی دی.

دا برید تیره ورځ سهار ترسره شوی او څو ساعتونو لپاره ادامه درلود چی په ترڅ کې یی ۱۸ تنه پاکستانی نظامیان او طالبانو وژل شوی او ټپیان شوی دی.
بهیر احمد احمدی؛ د کندهار والی ویاند نن سه شنبه(۳۰ میزان ) افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی تیره ورځ سهار طالبانو د پاکستانی ملیشه وو په همکاری افغان امنیتی ځواکونو پوستو باندی د سپین بولدک سرو ساهانو سیمه کې برید کړی دی.
د هغه په وینا، دا نښته تیره ورځ سهار څخه شروع او تر ماسپښین پوری ادامه درلود چی په نتیجه کې د هغه هیواد امنیتی ځواکونو مقاومت شاته تګ کړی او اوس وضعیت په سیمه کې آرام دی.
د احمدی په وینا ددی نښتو په ترڅ کې نږدی ۱۰ تنه پآکستانی ځواکونه او طالبان وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی او هیواد امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبان او پاکستانی چارواکې تراوسه ددی نښتو په اړه او تلفاتو په اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdcfmmdyew6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته