کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان: افغان ځواکونو د طالبانو ۴ مهم قومندانان نیولي دي

1 عقرب 1398 ساعت 11:01


د پروان امنیه قومنداني وايي، تېره ورځ یې په دغه ولایت کې د طالبانو څلور مهم قومندانان نیولي دي.
د پروان امنیه قومندان محفوظ ولي زاده تاند ته وايي، دا قومندانان د جبل السراج ولسوالۍ په پلمټک سیمه کې نیول شوي چې غوښتل یې د غوربند درې ته واوړي.
نوموړی وايي، نیول شوي طالب قومندانان په اصل کې د بغلان او ننګرهار اوسېدونکي دي.
نوموړی زیاتوي چې له نیول شویو قومندانانو یې دوه قومندانان د پروان د سیاګرد ولسوالۍ او دوه نور یې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو نظامي قومندانان دي.
په دې وروستیو کې د طالب قومندانانو او لوړ پوړو مسوولانو د وژنې خبرونه ډېر دي خو دا نادره پېښه ده چې د طالبانو څلور قومندانان په یو ځای نیول کېږي.


د مطلب کود: 193767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193767/پروان-افغان-ځواکونو-د-طالبانو-۴-مهم-قومندانان-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com