د یو الماني شرکت لخوا جوړ شوي الوتونکي ټکسي چې په عمودي شکل سره د الوتنې او کیناستو توان هم لري لومړني ازمایښتونه په بریالیتوب سره سرته ورسیدل.
د جرمني د لیلیوم په نامه شرکت چې مرکز يي په مونیخ ښار کې دی ویلي دي چې د جوړ کړي الوتونکي ټکسي لومړني ازمایښتونه يي په بریالیتوب سره سرته ورسیدل.
یاد شوي شرکت ویلي دي چې دا الوتونکی ټکسي د پڼځو تنو د انتقال په ظرفیت جوړ شوی دی او په کامله توګه برښنايي دی. په لومړني ازمایښت کې دا ټکسي په ساعت کې د سل کیلومتره واټن ته ورسید.
نوموړي شرکت ویلي دي چې ددې ټکسي د ودې او پرمختګ چارې دوام لري او په پام کې لري چې تر ۲۰۲۵ کاله د جرمني په لویو ښارونو کې په فعالیت پيل وکړي.
شرکت ویلي دي چې د ټکسي ازمایښتونه د پلان په مطابق په بریالیتوب سره سرته رسیدلي دي او دې خبرې مونږ د تولید د ظرفیت لوړولو ته تشویق کړي یو.
یاد شوی شرکت چې اوس مهال ۳۵۰ تنه کارکوونکي لري ویلي دي چې په پام کې لري چې د مونیخ ښار په شاوخوا کې دوه فابریکه هم جوړه کړي او ۵۰۰ تنه کارکوونکي استخدام کړي .
د شرکت د معلوماتو له مخې ددې ټکسي په وزرو کې ۳۶ عدده برقي ماشینونه شتون لري.
الوتونکی ټکسي پوره فعالیت او الوتنې ته د چمتو کیدو پورې به سرعت په في ساعت کې ۳۰۰ کیلومتره واټن ته لوړ کړی شي.