دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 193768
په نږدې راتلوونکي‌ کې به الوتونکي‌ ټکسي‌ په فعالیت پیل وکړي
د یو الماني‌ شرکت لخوا جوړ شو‌ي الوتونکي‌  ټکسي‌ چې په عمودي  شکل سره  د الوتنې  او کیناستو  توان هم  لري‌ لومړني‌ ازمایښتونه په بریالیتوب  سره  سرته ورسیدل.
د جرمني‌ د لیلیوم  په نامه  شرکت  چې  مرکز  يي‌ په مونیخ  ښار کې  دی  ویلي‌ دي‌ چې  د جوړ کړي‌ الوتونکي ټکسي لومړني‌ ازمایښتونه يي په بریالیتوب سره سرته ورسیدل.
یاد شوي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې  دا الوتونکی ټکسي‌ د پڼځو تنو د انتقال په ظرفیت جوړ شوی  دی  او په کامله توګه برښنايي  دی. په لومړني‌ ازمایښت کې  دا ټکسي‌ په ساعت کې  د سل کیلومتره  واټن ته  ورسید.
نوموړي‌ شرکت ویلي‌ دي‌ چې  ددې ټکسي‌ د ودې  او پرمختګ  چارې دوام لري‌ او  په پام کې لري‌ چې تر ۲۰۲۵ کاله  د جرمني‌ په لویو ښارونو کې  په فعالیت  پيل وکړي.
شرکت  ویلي  دي‌ چې  د ټکسي‌ ازمایښتونه د پلان په مطابق  په بریالیتوب سره  سرته رسیدلي‌ دي‌ او دې  خبرې  مونږ  د تولید د ظرفیت  لوړولو ته  تشویق کړي‌ یو.
یاد شوی شرکت  چې  اوس مهال  ۳۵۰ تنه  کارکوونکي‌ لري‌ ویلي‌  دي‌ چې په پام کې لري‌ چې  د مونیخ  ښار  په شاوخوا کې  دوه فابریکه هم  جوړه کړي‌ او ۵۰۰ تنه  کارکوونکي‌ استخدام  کړي .
 د شرکت د معلوماتو له مخې  ددې ټکسي‌ په وزرو کې  ۳۶ عدده برقي‌ ماشینونه  شتون لري.
الوتونکی  ټکسي‌ پوره  فعالیت  او الوتنې ته د چمتو کیدو پورې  به  سرعت  په في‌ ساعت کې  ۳۰۰ کیلومتره  واټن ته  لوړ کړی شي.
https://avapress.com/vdcjmtevouqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته