دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 193770
د اردوغان او پوتین له لیدنې وروسته سوریه کې ترکي ځواکونو جنګ درولی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ویلا دیمیر پوتین سره کتلي دي او تر شپږ ساعته مذاکراتو وروسته یې یوه هوکړه کړې ده چې پر بنسټ یې په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات درېدلي دي.
د روسیې د دفاع وزیر وایي کردي وسله وال باید له سیمې په شا شي او ترکیې ته له خطر جوړولو دې ډډه وکړي.
اردوغان هم ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته ویلي چې د عملیاتو بیا پیل ته اړتیا نشته ده خو دوی بیا هم د خپل امنیت تامین او ناقانونه وسله والو ځپلو ته ژمن دي.
ترکیه او روسیه دواړه ښي اړیکي لري له همدی وجې اردغان د پوتین په مشوره د سوريي جنګ ودراوه او د سوريې ګړکیچ به د دیپلوماتیکولارو څخه حل کړي.
https://avapress.com/vdccm1qsx2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته