کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فوټبال: مانچسټر سیټي اتلانتا ته ۵-۱ ماتې ورکړه

1 عقرب 1398 ساعت 11:18


د ارپا چمپینز لیګ سیالیو کې د مانچسټر سیټي او اتلانتا لوبډلو ترمنځ لوبه کې لومړی ګول د لوبې په ۲۸مه دقیقه کې اتلانتا ته مالینو ویسکي پنالتي وکړ.
له دې ګول وروسته اتلانتا لوبډلې بل ګول ونه شو کړای؛ خو مانچسټر سیټي پرې پنځه ګولونه ووهل.
مانچسټر ته لومړی او دویم ګول اګویرو او درېیم، څلورم او پنځم ګول ورته سټرلېنګ وکړ.
مانچسټر او اتلانتا د دې سیالیو په سي ګروپ کې ځای لري، چې مانچسټر لوبډلې په کې درې لوبې کړي او درې واړه ګټلي خپل ګروپ کې لومړۍ؛ خو اتلانتا لوبډلې په خپلو درې لوبو یوه هم نه ده ګټلې او وروستۍ ده.
په ورستیو شپږ لوبو کې د مانچسټر لوبډلې دا پنځمه بریا وه او یواځې یوه لوبه یې بایللې ده.


د مطلب کود: 193771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193771/فوټبال-مانچسټر-سیټي-اتلانتا-ته-۵-۱-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com