اروپايي ټولنې او د ناټو د ځینو مهمو غړو هېوادونو استازو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په بروکسل کې یې د برېتانیا، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
بلخوا په ناټو سازمان کې د امریکا استازې بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی په دې لیدنو کې په افغانستان کې د روان وضعیت، د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا، د ترهګرۍ ضد مبارزې او تر ټولو ډېر پر سوله خبرې کړې دي. بیلي هتسون ویلي دوی په ګډه کار کوي څو افغانستان ته تلپاتې ثبات او سوله راولي.