خوښ ديک ۰

امریکا: ټول په ګډه کار کوي چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي

اروپايي ټولنې او د ناټو د ځینو مهمو غړو هېوادونو استازو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
امریکا: ټول په ګډه کار کوي چې افغانستان ته تلپاتې سوله راولي
اروپايي ټولنې او د ناټو د ځینو مهمو غړو هېوادونو استازو له زلمي خلیلزاد سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي چې په بروکسل کې یې د برېتانیا، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
بلخوا په ناټو سازمان کې د امریکا استازې بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی په دې لیدنو کې په افغانستان کې د روان وضعیت، د امنیتي ځواکونو پر پیاوړتیا، د ترهګرۍ ضد مبارزې او تر ټولو ډېر پر سوله خبرې کړې دي. بیلي هتسون ویلي دوی په ګډه کار کوي څو افغانستان ته تلپاتې ثبات او سوله راولي.
چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود: 193779 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *