دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 193780
ولسمشر غني د جاپان د امپراتور د تاج پوشۍ مراسمو کې ګډون وکړ
ولسمشر غني له خپلې مېرمنې سره یو ځای د جاپان د نوي امپراتور ناروهیتو د تاج پوشۍ په مراسمو کې برخه واخیسته.
ولسمشر غني له خپلې مېرمنې سره یو ځای د جاپان د نوي امپراتور ناروهیتو د تاج پوشۍ په مراسمو کې برخه واخیسته.
د افغان خبری آژآنس د خبر له مخې، دا مراسم د ټوکیو په صنوبر ماڼۍ کې ترسره شول چې د ولسمشر غني په ګډون د ۱۸۰ هېوادونو مشران او استازي ور بلل شوي وو.
امپراتور ناروهیتو له خپلې مېرمنې سره په دې مراسمو کې له خپل سیمه ییز دودیز لباس سره راښکاره شو او د امپراتور د تورې تر څنګ ورته لویه اندازه جواهرات هم ورکړل شول.
ارګ وايي، له ولسمشر سره په دې مراسمو کې د هغه مېرمن رولا غني او په جاپان کې د افغانستان سفیر بشیر محبت هم برخه اخیستې وه.
ولسمشر به نن له یو شمېر جاپاني مقاماتو سره هم ویني او د دغه هېواد د لومړي وزیر لخوا جوړه شوې مېلمستیا کې به هم برخه اخلي.
جاپان له اتلسو کلونو راهیسې د افغانستان په سترو مرستندویه ملګرو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې کابل یې تل ستاینه کړې ده.
ولسمشر غني په جاپان د خپلو لیدنو تر څنګ له یو شمېر رسنیو سره هم مرکې کړې دي.
په یوه مرکه کې ولسمشر ویلي، واک ته بیا ځلې له رسېدو یوه اوونۍ وروسته به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي.
https://avapress.com/vdcdjs0fzyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته