دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 193783
سبا پنجشنبه، پروکسل کې د ناټو سازمان دفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي
د ناټو سازمان ویلي دي، ناټو او ملګري یې پر دې خبرې کوي چې څنګه وکړای شي د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه بریالۍ کړي.
دوی همدا راز پر دې هم خبرې کوي چې افغان ځواکونه باید تر دې هم پياوړي شي څو وکړی شي په سیمه کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
ناټو په خپله خبرپاڼه کې ویلي که د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې بیا پيلېږي دوی به یې هرکلی کوي او د ناټو په دې غونډه کې به یې د ملاتړ په اړه بحثونه وشي.
په بروکسل کې به د سبا ورځې په غونډه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو دفاع وزیران برخه واخلي او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد به هم پکې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcg7w9qwak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته