دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 193793
دهلمند دیني عالمانو په هېواد کې ورستي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو غندلي
د هلمند ولایت دیني عالمانو دیوې غونډې په ترڅ کې دطالبانو له خوا په ملکي خلکو ترهګریز بریدونه په سختو ټکو سره وغندل.
دیني عالمان وايي، طالبان دملکي خلکو په وژنې سره له بهرنیو هېوادونو څخه امتیازات اخلي،دوي زیاتوي طالبانو دملکي خلکو او عامه ځایونو دویجاړونې ترڅنګ دیني ارزښتونو ته سپکاوي کوي او هیڅ راز درناوي ورته نه کوي.
دوي له طالبانو وغوښتل،چې نور دې له جګړې لاس واخلي او دسولې پروسې سره دې یوځای شي.
https://avapress.com/vdchwxnzx23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته