کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې انسان تښتوونکي ووژل شول

1 عقرب 1398 ساعت 14:43


کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کندهار ولایت منسوبینو تېره ورځ دوه انسان تښتوونکي په ډزو وژلي دي.
دغه وزارت زیاتوي، یادو کسانو د کندهار ښار د دوهمې حوزې له اړوند سیمو یو لس کلن ماشوم تښتولی و او د ماشوم له کورنۍ یې د ډېرو پیسو غوښتنه کړې وه، چې د پیسو د نه ترلاسه کولو له امله یې د معصوم ماشوم په وژلو لاس پورې کړی و.
د خبرپاڼې په حواله، د کندهار ولایت پولیسو په ښورندام سیمه کې د انسان تښتوونکو د نیولو په هدف عملیات پیل کړل، چې ترمنځ یې نښته رامنځته شوې او دواړه انسان تښتوونکي د پولیسو په ډزو کې وژل شوي دي.


د مطلب کود: 193797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193797/کندهار-کې-انسان-تښتوونکي-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com