دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 193799
د اچین عملیاتو کې، ۶۲ داعشیان وژل شوي ۳۲ ټپیان او ۳۰۰ ماینونه خنثی شوي دي
د افغان خبری آژآنس دخبر له مخی، په اچین ولسوالۍ کې یې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۶۲ جنګیالي وژلي، ۳۲ نور یې ټپیان کړي خو خپل ۱۰ سرتېري یې هم په جګړه کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي اوا +ته وویل، والي شاه محمود میاخېل اچین ولسوالۍ ته سفر کړی او د یوې نیمې میاشتې راهیسې د روانو عملیاتو په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ارزولی دی: (( په دغو عملیاتو کې ۶۲ داعشیان وژل شوي چې زیاتره یې بهرنیان دي، همداراز ۳۲ نور ټپیان دي، زموږ ۱۰ سرتېري هم په شهادت رسېدلې او ۴ نور ټپیان دي.))
نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې د داعشیانو ۳۰۰ ماینونه کشف او خنثی شوي دي.
د سیلاب قول اردو قومندان عبدالهادي ترین بیا وايي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې ګڼې سیمې له داعشیانو پاکې کړې دي او له دې وروسته به څو بېزونه او پوستې هم واچوي تر څو داعشیان بیا راونه ګرځي.
https://avapress.com/vdcdns0fnyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته