خوښ ديک ۰

په سرپل کې د داعش ۴۰ څخه ډیرو کورنیو ځای پرځای کېدل

سرپل سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی سرپل کوهستانات ولسوالی کې د داعش تروریستی ډلې ۴۰ څخه ډیر کورنۍ ځای پرځای شوی دی.
په سرپل کې د داعش ۴۰ څخه ډیرو کورنیو ځای پرځای کېدل

 
آوا خبرګزاری-بلخ: ذبیح الله امانی د سرپل والی ویاند وایی چی کشفی او استخباراتی ریپورت په اساس، په تازګی سره ۴۰ څخه ډیر خارجی کورنۍ د کوهنستانات په ولسوالی کې ځای پرځای شوی دی.
هغه زیاته کړه چی د میاشت څخه لږ کیږی چی دا کسان په دی ولسوالی کې ځای پرځآی شوی دی.
د سرپل والی ویاند ټینګار کوی چی دا کورنۍ د ګاونډی هیوادونو څخه د پاکستان په ګډون دا ولسوالی ته راغلی او مقصد یی د داعش ډلې هسته ګذاری په دی ولسوالی کې دی.
د امانی په وینا ددی کسانو افکار او فکرونه د داعش په شان دی او نور معلومات تراوسه په لاس کې نشته.
له بل لوری هم اسدالله خرم د سرپل ولایتی شورا غړۍ ویلی دی چی دا کورنۍ د ازبکستان، تاجیکستان څخه دا ولسوالی ته راغلی دی.
دا په داسی حال کې دی چی څو ورځی مخکې هم طالبانو پوری اړوند ۲۰۰ کورنۍ د غور ولایت څخه شمال لوری ته تللی او د ځینو غیری رسمی سرچینو په وینا سرپل ولایت کې ځای پرځآی شوی دی.
 
چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود: 193805 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *