دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 193805
په سرپل کې د داعش ۴۰ څخه ډیرو کورنیو ځای پرځای کېدل
سرپل سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی سرپل کوهستانات ولسوالی کې د داعش تروریستی ډلې ۴۰ څخه ډیر کورنۍ ځای پرځای شوی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: ذبیح الله امانی د سرپل والی ویاند وایی چی کشفی او استخباراتی ریپورت په اساس، په تازګی سره ۴۰ څخه ډیر خارجی کورنۍ د کوهنستانات په ولسوالی کې ځای پرځای شوی دی.
هغه زیاته کړه چی د میاشت څخه لږ کیږی چی دا کسان په دی ولسوالی کې ځای پرځآی شوی دی.
د سرپل والی ویاند ټینګار کوی چی دا کورنۍ د ګاونډی هیوادونو څخه د پاکستان په ګډون دا ولسوالی ته راغلی او مقصد یی د داعش ډلې هسته ګذاری په دی ولسوالی کې دی.
د امانی په وینا ددی کسانو افکار او فکرونه د داعش په شان دی او نور معلومات تراوسه په لاس کې نشته.
له بل لوری هم اسدالله خرم د سرپل ولایتی شورا غړۍ ویلی دی چی دا کورنۍ د ازبکستان، تاجیکستان څخه دا ولسوالی ته راغلی دی.
دا په داسی حال کې دی چی څو ورځی مخکې هم طالبانو پوری اړوند ۲۰۰ کورنۍ د غور ولایت څخه شمال لوری ته تللی او د ځینو غیری رسمی سرچینو په وینا سرپل ولایت کې ځای پرځآی شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbgfb8srhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته