دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 193807
بغلان ولایت دندغوری په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شوي
د دندغوری په ولسوالی کې د ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو عملیات په نتیجه کې، تیره شپه دا ولسوالی په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شوی دی. دا عملیات د بغلان پوره پاکېدو پوری ادامه لری.
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری – بلخ: فواد امان د ملی دفاع وزارت ویاند وویل چی ملی دفاع او امنیتی ځواکونه په دندغوری، دند شهاب الدین او کیله ګی کې، په لسګونه طالب وسله وال د طالبانو استخباراتی مسوول په ګډون د تاله او برفک ولسوالی لپاره، طالبانو نظامی مسوول بغلان لپاره وژلی دی.
د هغه په وینا په دی عملیاتونو کې تیره شپه ۷۱ تنه طالب وسله وال د قاری عصمت الله د طالبانو عشر او زکات مسوول په ګډون د دولتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه چی امنیتی او دفاعی ځواکونه د دندغوری سیمی په پوره توګه د طالبانو شتون څخه پاک کړی او اوس عملیاتونه په دند شهاب الدین او کیله ګی کې په شدت سره ادامه لری او دولتی ځواکونه پرمختګ په حال کې دی.
د هغه په وینا همدارنګه په دی عملیاتونو کې، ډیر چاودیدونکې ذخیری او مهمات او انتحاری واسکتونه او تعلیمی مرکزونه او قرارګاوی یی په دندغوری او دند شهاب الدین کې تخریب شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcdzs0f5yt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته