کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان ولایت دندغوری په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شوي

1 عقرب 1398 ساعت 15:58

د دندغوری په ولسوالی کې د ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو عملیات په نتیجه کې، تیره شپه دا ولسوالی په پوره توګه د طالبانو څخه پاک شوی دی. دا عملیات د بغلان پوره پاکېدو پوری ادامه لری.


آوا خبرګزاری – بلخ: فواد امان د ملی دفاع وزارت ویاند وویل چی ملی دفاع او امنیتی ځواکونه په دندغوری، دند شهاب الدین او کیله ګی کې، په لسګونه طالب وسله وال د طالبانو استخباراتی مسوول په ګډون د تاله او برفک ولسوالی لپاره، طالبانو نظامی مسوول بغلان لپاره وژلی دی.
د هغه په وینا په دی عملیاتونو کې تیره شپه ۷۱ تنه طالب وسله وال د قاری عصمت الله د طالبانو عشر او زکات مسوول په ګډون د دولتی ځواکونو له لوری نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه چی امنیتی او دفاعی ځواکونه د دندغوری سیمی په پوره توګه د طالبانو شتون څخه پاک کړی او اوس عملیاتونه په دند شهاب الدین او کیله ګی کې په شدت سره ادامه لری او دولتی ځواکونه پرمختګ په حال کې دی.
د هغه په وینا همدارنګه په دی عملیاتونو کې، ډیر چاودیدونکې ذخیری او مهمات او انتحاری واسکتونه او تعلیمی مرکزونه او قرارګاوی یی په دندغوری او دند شهاب الدین کې تخریب شوی دی.
 


د مطلب کود: 193807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193807/بغلان-ولایت-دندغوری-په-پوره-توګه-د-طالبانو-څخه-پاک-شوي

آوا
  https://www.avapress.com