دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۷
د مطلب کود : 193810
ملي امنیت سلاکار باکو ته د نا پییلو هېوادونوغونډي ګډون ته په سفر تللی دی
د افغانستان ملي امنیت شورا دفتر وایي، چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د نا پییلو هېوادونو د غورځنګ سرمشریزه کې د ګډون لپاره، د آذربایجان پلازمېنې باکو ته سفر کړی دی.
یاد دفتر زیاتوي، په پام کې ده چې د ملي امنیت سلاکار به د یو غړي هېواد په توګه د افغانستان په استازیتوب یاده ناسته کې وینا وکړي.
د ملي امنیت سلاکار د دې ناستې په څنډه کې، د یاد غورځنګ د غړیو هېوادونو له یو شمېر استازو سره هم په جلا جلا توګه وګوري.
  
https://avapress.com/vdchzxnzv23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته