دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 193820
جاپان لومړي وزیر شینزو ابه: موږ په افغانستان کې پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا لرو
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او لېواله دي چې په افغانستان کې پر کانونو پانګونه وکړي.

د ولسمشر غني  او د جاپان لومړي وزیر په لیدنه کې دواړو لوریو پر انکشاف، د همکاریو پر دوام، په افغانستان کې په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې پر پانګونې، سولې، ثبات او امنیت خبرې کړې دي.
ولسمشر د جاپان له لومړي وزیر څخه غوښتنه کړې ده، چې خپل پانګه وال هم د کانونو په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې شینزو ابه د ترورېزم پر وړاندې د افغانانو د جدي مبارزې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، هیواد یې د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې رهبري یې د افغان حکومت او خلکو په لاس کې وي.
https://avapress.com/vdcirpazut1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته