کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو د بغلان عملیاتو کې د ۷۱ طالبانو نیولو ادعا کړې

1 عقرب 1398 ساعت 17:26


افغان ځواکونو په بغلان ولایت کې له شپږو ورځو راهیسې په پیل کړیو عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۱ طالب وسله وال ژوندي نیولي دي.
بغلان کې په عملیاتو بوخت د پوځ جنرال عباس توکلي وايي، په ډنډ شهاب الدین، ډنډ غوري او دوشي کې یې د عملیاتو پر مهال طالبان په شدت سره ځپلي دي.
نوموړی وايي، د ډنډ شهاب الدین ۸ کلي، د ډنډ غوري ۱۷ کلي او د دوشي ولسوالۍ پنځه کلي یې په شپږ ورځنیو عملیاتو کې له طالبانو بېرته نیولي دي.
نوموړی وايي، په هوايي عملیاتو کې یې بغلان لپاره د طالبانو نظامي مسوول قاري نعیم هم له دوه ملګرو سره یو ځای وژلی دی.
نوموړی زیاتوي افغان ځواکونو د طالبانو د وسلو یو زېرمتون او یو مهم پټنځای هم په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له منځه وړی دی.
خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي تایید کړي.


د مطلب کود: 193821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193821/افغان-ځواکونو-د-بغلان-عملیاتو-کې-۷۱-طالبانو-نیولو-ادعا-کړې

آوا
  https://www.avapress.com