دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 193823
صلاح الدین رباني له بهرنیو چارو وزارت څخه ګوښه شو
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني له خپلې دندې څخه استعفی ورکړه.
نوموړي په خپله استعفا نامه کې ویلي، د حکومت له پیله تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ له کارونو سره موافق نه و چې له کبله یې په تنګ راغلی او اوس استعفی ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې صلاح الدین رباني د حکومت له پیله تر اوسه د ډاکتر عبدالله په سهم کې د بهرنیو چارو وزارت سمبالوونکی و، درې کاله وړاندې ولسي جرګې له نوموړي څخه د اعتماد رایه اخیستې وه، خو نوموړی تر اوسه پر خپله دنده د سرپرست په توګه پاتې و.
له ولسمشر غني سره د صلاح الدین رباني اوږد اختلاف د دې سبب شوی و چې له اوږدې مودې راهیسې ارګ خپله بهرنۍ پالېسي د بهرنیو چارو وزارت پر ځای پخپله ترتیب او وړاندې کړي.
ارګ لا تر اوسه په رسمي ډول د رباني د استعفی په اړه څه نه دي ویلي، خو سرچینې وایي، رباني د هغه د خپلسریو له کبله له دندې ګوښه شوی دی.
https://avapress.com/vdcb5fb8frhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته