دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۲
د مطلب کود : 193824
سرپل کې د پنجابي وسله والو ۴۰ کورنۍ ځای پر ځای شوې دي
د سرپل ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د پاکستان د پنجابي وسله والو ۴۰ کورنۍ ځای پر ځای شوې دي.
د غور د والي ویاند وايي، د نورو هېوادونو د وسله والو کورنۍ هم شته، خو زیاتره یې پنجابیان دي چې په سرپل ولایت کې یې اړولي دي.
ښاغلی اماني وايي، لا یې دلیل معلوم نه دی چې دا وسله وال د څه لپاره په کوهستان ولسوالۍ کې تم شوي؟ خو امنیتي او کشفي راپورونه بیا وايي، دا ۴۰ کورنۍ په سرپل کې د داعش ډلې لپاره د زمینه سازۍ لپاره ځای پر ځای شوي دي.
د یادونې ده چې داعش ډلې پخوا هم په سرپل ولایت کې د یو کلي ۶۰ کسان وژلي وو، چې وروسته یې بیا ریښې وویستل شوې، خو اوس چې په دغه ولایت کې زیاتره بلوچان اوسېږي د داعش د راپیدا کېدو اندېښنې بیا راټوکېدلې دي.
همدا راز سرپل د طالبانو د پراخ حضور له کبله هم د شمال ناامنه ولایت شمېرل کېږي.
https://avapress.com/vdcci1qs02bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته