دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۳:۲۷
د مطلب کود : 193833
فاریاب کې چاودنې له امله ۱۱ تنه شهیدان او ټپیان شوی
د طالبانو یو ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله د فاریاب بلچراغ ولسوالی بازار کې دوتنه امنیتی ځواکونه خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ تنه نور د ملکی وګړو په ګډون ټپیان شوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره: عبدالکریم یورش د فاریاب پولیسو قوماندانی ویاند په دی اړه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: طالبان خپل ځآی پرځآی کړي ماین چی ریموت له لاری کنترول کېدل د بلچراغ ولسوالی یو بازار کې یو دوکان ترڅنګ ځای پرځای کړي وو او د امنیتی ځواکونو تیریدو په وخت کې چاودنه ورکړی دی.
یورش زیاته کړه: دا ماین دقیقا هغه وخت چاودیدلی دی چی امنیتی ځواکونه بازار کې ګشت او ګزار باندی مصروف وو او د سیمی څخه تیریدل.
د هغه په وینا د پیښی ۹ تنو ټپیانو څخه، ۳ تنه امنیتی ځواکونه او ۶ تنه نور ملکی وګړی دی چی دوه کوچنیان هم پکی شامل دی.
یورش، د درو تنو وضعیت ملکی وګړو دا خراب بللی او ویلی دی: هغوی د الوتکو له لاری فاریاب مرکز روغتون ته استول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcc11qs12bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته