دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 193848
محب: طالبانو په دوه لسیزو کې ۲۵۰ زره افغانان وژلي
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د اذربایجان په کوربه توب د عدم انسلاک اتلسم سیمه ییز کنفرانس مشرانو ته په وینا کې ویلي، طالبانو په تېرو شلو کلونو کې نږدې دوه نیم سوه زره افغانان وژلي دي.

نوموړي ویلي، په دې هر څه سربېره افغان حکومت د دوامداره سولې لپاره په سیمه ییزه، نړیواله کچه د همغږۍ رامنځته کولو کې پر مخ تللی او دغه پروسه یې په نویو مسیرونو برابره کړې ده او پر طالبانو غږ کوي چې د مذاکرې مېز ته حاضر او یو فوري اوربند ته غاړه کېږدي.

ښاغلي محب پر سیمه ییزو هېوادونو هم غږ کړی چې افغانستان ورسره په څو اړخیزو همکاریو کې یو ځای کېدو ته چمتو دی: (( موږ د انرژۍ، سوداګرۍ او نړیوال حمل و نقل د مثال په ډول د ټاپي پروژې په پیلولو کې نوښتونه کړي دي او په دې باور لرو چې سیمه باید په ګډه خپلې ستونزې حل کړي.))
ښاغلي محب د عدم انسلاک د اتلسمې غونډې په حاشیه کې یو لړ لیدنې هم کړې دي او ټاکل شوې چې نن هم د ځېنو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان پر مسئله بحثونه وکړي.
https://avapress.com/vdci5pazvt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته