کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې چارو وزارت: که د بجینګ ناسته کې زموږ معیارونه مراعات شوي وي؛ ګډون پکې کوو

2 عقرب 1398 ساعت 12:07


د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت وایي، د افغان سولې په برخه کې د جوړېدونکي هر ډيالوګ هرکلی کوي او که د بجینګ په ناسته کې هم ددوی د منلو وړ معیارونه په پام کې نیول شوي وو ؛ په یاده ناسته کې ګډون کوي.
د سولې چارو وزارت له ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یو اصل په توګه د افغانانو ترمنځ د هر ډول ډیالوګ هرکلی کوي، خو په دې تمه چې د سولې په پروسه کې یو ګام مخکې ولاړ شو. د ګډونوالو د انتخاب طریقې او د اجنډا تنظیم ته په پام د دوحې ډیالوګ بریالۍ تجربه وه او د سولې پروسې د مخته وړلو لپاره یې رغنده لاره روښانه کړه.»
خبرپاڼه وړاندې کاږي «ر ټول‌شمول والي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر مرکزي رول زموږ ټینګار پر خپل ځای دی.اوسمهال په دوست هېواد چین کې د ډیالوګ د جوړېدو په جزیاتو خبرې روانې دي او په هغه صورت کې چې د منلو وړ معیارونه یې په پام کې نیولي وي په دغه پروګرام کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیسو.»
د بجینګ ناسته چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې دایره شي؛ د کابل حکومت او طالبانو په ګډون پکې مختلفو سیاسي جهتونو ته بلنه ورکړل شوې.
طالبان وایي، په یاده ناسته کې ګډون کوونکي به شخصي نظر څرګندوي او هيڅ ګډونوال به دحکومت یا بل سیاسي ادرس په استازیتوب نه غږېږي.


د مطلب کود: 193849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193849/د-سولې-چارو-وزارت-بجینګ-ناسته-کې-زموږ-معیارونه-مراعات-شوي-وي-ګډون-پکې-کوو

آوا
  https://www.avapress.com