کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو؛ وروسته له درېیو کلونو د دهنه غوري ولسوالي له طالبانو ونیوله

2 عقرب 1398 ساعت 14:11


د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دهنه غوري ولسوالي له درېیو کالو راهیسې د طالبانو په لاس کې وه، خو نن سهار د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
سرچینه کاږي چې له یوې اونۍ راهیسې په بغلان کې تصفویوي عملیات پيل شوي چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د سرچینې په خبره په دغه عملیاتو کې ډېرې سیمې د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي او عملیات لا هم روان دي. ملي دفاع وزارت وایي چې په راتلونکو ورځو کې به په بغلان کې نورې سیمې هم د طالبانو له حضور پاکې کړل شي.


د مطلب کود: 193852

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193852/افغان-ځواکونو-وروسته-له-درېیو-کلونو-د-دهنه-غوري-ولسوالي-طالبانو-ونیوله

آوا
  https://www.avapress.com