دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 193853
ناټو: په نننۍ غونډه کې له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کوو
ناټو وايي دوی به نن یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي د ناټو ددفاع وزیرانو په نننۍ غونډه کې به ټول په یوه خوله له افغان ځواکونو ملاتړ څرګند کړي او ددغه ځواکونو پر لا پياوړي کولو به بحثونه وشي.
دده په وینا ناټو د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي. نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې ناټو د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده او تر څنګ یې په دې هېواد کې د سولې له پيلېدونکو هڅو هم ملاتړ کوي.
ټاکل شوې چې د ناټو ددفاع وزیران نن په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت، ترهګرۍ ضد مبارزې او افغان پوځ پر پیاوړي کولو خبرې وکړي. د افغانستان په استازیتوب د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په دې غونډه کې ګډون کوي.
https://avapress.com/vdcenx8zxjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته