کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان بانک 30 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

2 عقرب 1398 ساعت 11:46

د افغانستان بانک غواړي چې د 1398 کال د لړم میاشتې په 4 نېټه د شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 30 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري.



د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.

هغه صرافانو چې تر اوسه پوري یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري


د مطلب کود: 193865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/193865/د-افغانستان-بانک-30-میلیونه-امریکايي-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com